IQNA

  ټرمپ په سیمې کې د بې‌ثباتۍ اصلي عامل او د لسګونو زره مسلمانانو قاتل دی

15:36 - May 13, 2026
د خبر لمبر: 3492767
 د پاکستان  د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر د امریکا د ولسمشر پر ډیپلوماټیکو ژمنو د خیانت،له  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه پر یو اړخیز وتلو او پر ایران د جګړې د  د تپلو په وجه سختې نیوکې وکړې او وې ویل، Donald Trump د نوبل د سولې جایزې مستحق نه دی، بلکې هغه په فارس خلیج کې د اوسني بې‌ثباتۍ اصلي لامل  او د لسګونو زره مسلمانانو قاتل دی.

یرنا خبری آژانس راپور ورکړ مولانا فضل‌الرحمان په Islamabad کې د پاکستان په پارلمان کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د پاکستان د حکومت هغه پرېکړه سخته وغندله چې د ټرمپ د نوبل د سولې جایزې د نوماندۍ ملاتړ ئې کړی دی.

هغه وویل:  دا څه ډول سیاست دی چې ټرمپ، یعني هغه څوک چې د ۲۰۱۵ کال له ایټمي نړیوال  تړون څخه ووت او اوس پر ایران د جګړې له تپلو  وروسته  بیا د بل تړون په لټه کې دی،څو د نوبل جایزې ته معرفي شي.

دغه پاکستاني سیاستوال او مذهبی مشر  زیاته کړه،د امریکا ولسمشر د مینځني ختیځ د ناامنۍ او په فارس خلیج کې د بې‌ثباتۍ اصلي عامل او د لسګونو زره  مسلمانانو قاتل  دی.

هغه همدارنګه د پاکستان په ولسی جرګې کې د وینا پر مهال وویل؛د امریکا ولسمشر د غزې د خلکو په ډله‌ییزې وژنې کې له وحشي صهیونیستي رژیم سره مستقیمه ملګرتیا کړې ده. د اسرائیلو مالي او پوځي ملاتړ د سیمې د جګړې د پراخېدو لامل شو، او هغوی دغه جګړه تر ایران پورې ورسوله.

https://www.irna.ir/news/86153133/

captcha